بازتاب نیوز

جاپان د شمالي کوریا پر وړاندې «د افغانستان ملاتړ» وغوښت

٢ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې جاپان د شمالي کوریا پر وړاندې د افغانستان ملاتړ غوښتی دی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جاپان لومړي وزیر شنزوابه له ولسمشر محمداشرف غني سره په لیدنه کې د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان د دریځ ملاتړ وکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «شمالي کوریا د جاپان امنیت ګواښلی او له ولسمشر غني نه یې وغوښتل چې د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان د دریځ ملاتړ وکړي.»

شنزوابه دغه راز په یاده ناسته کې ویلي، د هغې سولې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو او افغان حکومت له لوري مدیریت شي.

د ولسمشر محمداشرف غني او د جاپان د لومړي وزیر شنزوابه لیدنه د یاد هېواد د نوي امپراتور پر سر د تاج اېښودو مراسمو په څنډه کې شوې ده.

پراختیا، د همکاریو دوام، په افغانستان کې د جاپان د پانګونې جذب، په تېره د کانونو برخه کې، سوله، ثبات او امنیت د یادې ناستې نور موضوعاتو وو چې پرې بحث شوی دی.

د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو په مې میاشت کې خپل سلطنت پیل کړی و او دوه ورځې وړاندې یې په رسمي توګه د تاج اېښودو مراسم جوړ شول. دغه ۵۹ کلن امپراتور د خپل پلار اکی‌هیتو له استعفا وروسته په رسمي ډول خپل سلطنت پیل کړی دی.

اړوند مطالب:

جاپان د افغانستان له ټاکنو سره څه باندې ۱۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

شمالي کوريا د جاپان فضايي حریم په طرف توغندی ویشتی

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=50779

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading