بازتاب نیوز

تخار کې د ماین چاودنې د ښوونځي نهه زدکوونکي وژلي

١١ لړم ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption پېښه د بغلان ولایت درقد ولسوالۍ په کوترمه سیمه کې شوې ده.

د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت چارواکي وايي، د ماین په چاودنه کې لږترلږه د ښوونځي نهه زده کوونکي وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، پېښه د درقد ولسوالۍ په کوترمه سیمه کې شوې ده.

د ابو ذر غفاري د ښوونځي سرښوونکي حمیدالله حیران بي بي سي ته ومنل، چې وژل شوي او ټپي ټول زدکوونکي د ددغه ښوونځي زدکوونکي دي، چې ښوونځي ته پر لاره پر ماین وربرابر شوي.

تخار ولایت کې امنیتي چارواکو ویلي، طالبانو په خپلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو لپاره پر عمومي سړکونو ماینونه خښ کړي او سربېره په درقد او ینګي قلعه ولسوالیو کې یې هم ماینونه خښ کړي دي.

خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

درقد د تخار له ناامنه ولسوالیو ده، چې د طالبانو له یوې کلنې واکمنۍ وروسته، کابو یوه اونۍ مخکې افغان ځواکونو بېرته ونیوه.

د روان کال د مارچ په وروستیو کې هم د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا ښوونځي کې د هاوان لګېدو له کبله څلور ماشومان ژول شوي ووي.

او په تېره اپرېل میاشت کې د ختیځ ولایت لغمان مرکز مهترلام کې د هاوان مرمۍ چاودلو ۷ ماشومان ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50273261

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading