بازتاب نیوز

د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم په ۲۳ اعلان نشي

١٧ لړم ١٣٩٨ آریانا نیوز

ټاکل شوې وه، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټولو ولایتونو کې د ځینو محلونو رایې بیا شمېرلې او د لړم پر ۲۳ یې د لومړنیو پایلو اعلان کړی وای؛ خو اوس د دې کمیسیون غړي وايي، تر اوسه د رایو بیا شمېرنه پیل شوې نده او لومړنۍ پایلې به پر ټاکلې نېټه اعلان نشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله ویلي، چې د بیاشمېرنې بهیر تر دې دمه پیل شوی ندی او کارکوونکي مو هم ولایتونو ته نه دي لیږل شوي؛ ځکه ، نو د لړم پر ۲۳ د ټاکنو لومړنۍ پایلي ناشونې شوي او ځنډ په کې رامنځته کیږي.

د رایو د بیا شمېرنې په اړه د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله څرګندوي؛ ترهغې، چې مشکوکې رایې له سیستم بهر شوې نوي د رایو بیا شمېرنه به پایله ونلري.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی محمد یونس نواندیش ویلي، چې له یو لک و دېرش زره ډېرې رای مشکوکې دی او څرګنده نوه، چې  د چا لخوا کارول شوي دي. لومړی باید درغلي چان شي او بیا رایې وشمېرل شي.         

دا هغه وړاندیز دی، چې دولت جوړونکې ډله یې د کمیسیون په چارو کې یو ډول لاسوهنه بولي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکی اجمل هوډمن په ډاګه کړې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې په دې اړه خپل مسوولیت تر سره کړي او هغه ډلې، چې بیا شمېرنه نه غواړي او له ارزونې وروسته یې د ترسره کولو غوښتنه کوي؛ دا پخپله د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ده او یوه ټاکنیزه ډله هم په دې بهیر کې د لاسوهنې حق نلري.               

د ګلبدین حکمتیار د اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکي فضل هادي احمدي ویلي، چې مونږ له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه د بل شي غوښتنه نه لرو؛ یوازې غواړو، چې د پاکو رایو له مخې پایله اعلان شي، چې په دې بهیر کې د لاسوهنې مخه پرې ونیول شي.         

د ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کیدو وروسته ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وه، چې لومړنۍ پایلې به د تلې پر ۲۷ اعلان شي؛ خو دا کار ونه شو او ټاکنیزو ډلو له کمیسیون سره د دې بهیر په وروستي کیدو خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

وبه کتل شي، چې دا کميسیون څه وخت کولی شي خلکو او ټاکنیزو ډلو ته د منلو وړ پایلې اعلان کړي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/o-uuou-156/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading