بازتاب نیوز

سرور دانش: د سپتمبر د یوولسمې پېښو افغانستان له تروریزم خوندې کړ

١٧ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال «سرور دانش» وايي، که د سپتمبر د یوولسمې پېښه نه وای رامنځته شوې افغانستان به د ابد لپاره د تروریزم غېږې ته لوېدلی وو.

دانش چې په کابل کې یې د ولسي جرګې د پخواني استازي «سید مصطفی کاظمي» د دوولسم تلین په مناسبت رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « په افغانستان کې د قدرت د بېلابېلو جزیرو شتون د طالبانو راپیدا کېدلو ته زمینه مساعده کړه او بیا همدا جزیرې د طالبانو په وړاندې ماتې شوې او که چېرې د سپتمبر د یوولسمې پېښې نه وای رامنځ ته شوې افغانستان به د ټول عمر لپاره د تروریزم غېږي ته لوېدلی وو.»

نوموړي زیاته کړه « افغان سیاسیون او ګوندونه باید د افغان حکومت په محوریت راټول شي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي، که چېرې په یاده پروسه کې افغان حکومت موجود نه وي،کله به هم واقعي سوله رانشي.»

دانش ددې ترڅنګ د طالب زندانیانو د خلاصون اوازو ته په اشارې وویل، چې حکومت د قوانینو په چوکاټ کې تیار دی طالب زندانیان ازاد کړي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154347/سرور-دانش-د-سپتمبر-د-یوولسمې-پېښو-افغان/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading