بازتاب نیوز

وحید عمر: طالبان د سولې لپاره واحد ادرس لري

١٧ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د ګډ حکومت د مشر سلاکار «وحید عمر» وايي، سیاسیون دې اختلافات یوه لوري ته کړي او له حکومت سره دلاس په یو کولو دې د طالبانو په څېر د مذاکراتو واحد ادرس رامنځ ته کړي.

وحید عمر تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل « موږ د سولې مخالفت نه کوو، بلکې د سولې تر نامه لاندې د پټې او پېچلې معاملې مخالف یو او غواړو وپوهېږو، چې سوله څه ډول کېدونکې ده.»

نوموړي زیاته کړه « طالبان په اوسني وخت کې د سولې د مذاکراتو لپاره یو واحد ادرس لري، د هغوی له ډلې یو خبره کوي او نور یې اوري، نو ښايي چې سیاسیون هم د اختلافاتو په څنګ ته کولو له افغان حکومت سره لاس یو کړي او په یوه واحد لیدلوري او همغږۍ د مذاکرې مېز ته ولاړ شي.»

د عمر په خبره،که موږ له مختلفو ادرسونو له طالبانو سره مذاکرات پیل کړو؛ نو ددې شونتیا ډېره کمه ده، چې په یوه قوي دريځ دې د مذاکرې پروسې ته ننوزو.

وحید عمر داسې مهال د سیاسیونو او افغان حکومت تر منځ د همغږۍ غږ کوي، چې تر دې دمه د سولې په برخه کې افغان سیاسیونو او حکومت بېلابېل او ځیني وخت متقابل دریځونه نیولي، چې د شنونکو په باور د افغان حکومت حیثیت ته یې دروند زیان اړولی.

په ورته وخت کې وحید عمر په داسې وخت کې د طالبانو په وحدت اعتراف کوي، چې د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب» څه موده وړاندې طالبان پاشل شوي یاد کړي وو، چې په خبره یې، ځیني قوماندانان یې ان داعش ډلې ته ورغلي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154343/وحید-عمر-طالبان-د-سولې-لپاره-له-یوه-واح/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading