بازتاب نیوز

پخواني معتادان د کابل د صابون جوړونې په فابریکه کې پاک کار کوي

١٧ لړم ١٣٩٨ سلام ټایمز

کابل -- یوه ځوانه افغانه مور چې ۷ بچیان لري په یوه سره قالینه د څلورو نورو ښځو تر څنګ ناسته ده او په لاس د جوړ شوي ګلدار صابون غټې کوندې پرې کوي او چکۍ ترې جوړوي.

هغه یوه له ۲۰ ښځینه کارمندانو څخه ده -- چې اکثرې یې په نشه ییزو توکو له اعتیاد څخه بېرته د رغېدلو په حال کې دي -- او په کابل کې بعد له وخته په یوه نباتي فارم کې کار کوي. هلته هغوی ګلان او بوټي کري چې په خوږ بوی لرونکیو صابونونو او کریمونو باندې یې واړوي.

دا فابریکه کېدای شي په یوه داسې سړي سالار هېواد کې چې هلته د نړۍ نژدې ۹۰٪ اپین تولیدیږي یو شاهرګ وبلل شي. په میلیونونو افغانان د نشه ییزو توکو له اعتیاد سره لاس او ګرېوان دي او ښځینه معتادانې له ځانګړي توپیري چلند سره مخامخ کیږي.

یوه افغانه ښځه د ۱۳۹۸ د تلې په ۱۶مه په کابل کې د پوستکي ساتنې د عضوي تولیداتو په یوه شرکت کې د صابون چکۍ ترتیبوي. دغه فابریکه په نشه ییزو توکو معتادو ښځو سره چې بېرته د رغېدلو خواته روانې دي مرسته کوي چې د خپلو کورنیو لپاره په عزت سره د ژوند څوری وګټي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دې مور چې غوښتل یې نوم یې پټ وساتل شي، وویل، «زه خوشحاله یم چې دلته کار کوم ځکه چې دلته ټولې ښځې دي. دلته سړي نشته.» هغې داخبرې په داسې حال کې چې د تولیداتو د تنظیمولو په لیکه کې ناسته وه او د له نویو بسته شویو صابونونو څخه یې تسمې تاوولې وکړې. دغه صابونونه د ډبرو سکرو له یوه ډول څخه جوړیږي چې ویل کیږي ځانګړې روغتیایي ګټې لري.‌

د نشه ییزو توکو د رغېدونکیو معتادانو مقررول

دا فابریکه محلي سوداګرې مرغوبا ساپۍ جوړه کړې ده. هغې په ۱۳۹۵ کال کې له خپل پخلنځي څخه د صابونونو او کریمونو د جوړولو کار پیل کړ.‌ د هغې دوستانو او کورنۍ د هغې تولیدات وستایل چې په نتیجه کې یې هغې د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) په مرسته یوه منظمه سوداګري پیل کړه.‌

یادې ادارې له هندوستان څخه، چې د ښځو په مالکیت فابریکې په کې یو عام کار دی، د هغې د لیدنې لګښت پر غاړه واخیست، څو هغه له کوچنیو سوداګریو څخه الهام واخلي‌.‌

ساپۍ چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، «هلته ډېرې ښځې د خپلو کورونو لپاره کار کوي، او ما له داسې ښځو سره ولیدل چې خپل تجارتونه پرمخ بیایي.»

هغې وویل، «کله چې زه بېرته راغلم، ما تصمیم ونیو چې خپل کار یو څه پراخ کړم.»

د هغې لوی فارم -- چې جوار، مرچک، ایلو، داودي ګلان او نور بوټي په کې زرغونیږي -- د کابل په لمنه کې د یوې غیرمشخصې فلزي دروازې تر شا پټ دی.‌

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د ادارې (یو اېن او ډي سي) د ملاتړ یوازنی شرط دا وو چې هغه ښځې مقررې کړي چې له نشه ییزو توکو څخه د بیا رغېدلو په حال کې دي.‌

ځوانې مور په دې هکله د خبرو کولو پر وخت چې هغه څنګه په نشه ییزو توکو اخته شوه، وویل، «کله چې زه خفه شوم، زه د ګاونډۍ ګور ته ورغلم او بیا مونږ کوم څه وخوړل.»

هغې وویل، «زه نه پوهېدم چې هغه څه شی دی، خو ماته یې ارام راکړ. وروسته هغوی زه روغتون ته بوتلم بیا مرغوبا راغله او مونږ ته یې راوښودله چې څنګه صابونونه جوړ کړو او له مونږ سره یې مرسته وکړه.»

یو باوقاره بدیل

په ۱۳۹۴ کال کې د ترسره شوې یوې هراړخیزې سروې په اساس، افغانستان په هغه کال کې خواوشا درې میلیونه په نشه ییزو توکو اخته کسان لرل، چې د هېواد د خواوشا ۳۵ میلیونو وګړو لویه برخه یې جوړوله.

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) د «بدیل معیشت او د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې» د پروګرام یوې جیګپوړې افسرې انوبا سود وویل، خواشا ۲۰٪ ښځې دي او د اعتیاد اندازه یوازې په تېرو څلورو کالو کې زیاته شوې ده.

هغې وویل، «د اعتیاد اندازه ډېره زیاته شوې، چې ډېره په ښځو او ماشومانو کې او هغه هم په تېرو څو کالو کې زیاته شوې ده.»

نشه ییزو توکو ته تګ د اپینو له لارې -- چې یا د څکولو په بڼه وي یا د ګولیو -- کیږي او ځینې وختونه ښځې د مرستې لټولو له امله د سزا په دود له کورونو څخه شړل کیږي.‌

سود وویل، «ډېرې هغه ښځې چې مونږ ورسره کار کوو، کله چې د نشه ییزو توکو د معالجې په مرکز کې تداوي شي، کورنۍ یې له شرمه دې ته نه حاضرېږي چې هغوی بېرته قبولې کړي.»

سود وویل، که یوه ښځه «وکولی شي چې په خپلو پښو ودرېږي او وکولی شي چې خپل ځان او ماشومان حمایه کړي، دا پخپله د هغې لپاره یو غټ اخلاقي ملاتړ دی او هغه کولی شي چې ډېر په عزت سره د ژوند څوری وګټي.»

د تولید په کرښه موجودې مور چې ۳۰ کاله عمر لري، وویل چې هغې ته د نیمې ورځې د کار له امله خواوشا ۱۵۷ افغانۍ (۲ ډالر) ورکول کېږي. دا په یوه داسې هېواد کې چې له نیمایي څخه ډېر وګړي یې د فقر له کرښې څخه ټیټ ژوند کوي او د ورځې ۱۴۹ افغانۍ (۱.۹۰ ډالر) ترلاسه کوي، یو کوچنی خو ګټور رقم دی.‌

هغې وویل، «کله چې زه پیسې کور ته راوړم، زه افتخار کوم چې زه هم د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلم.»

سود وویل، یو اېن او ډي سي په دغه ولایت کې له نورو ښځو سره د «بدیل پرمختګ» د پروژو لکه په وړه سطحه د ترکارۍ یا د چرګانو د فارمونو، چې په داسې یوه هېواد کې چې ښځې په کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په سیستماتیکه توګه له تعلیم څخه محرومې شوې وې او ښوونځیو ته لاسرسی اوس هم په کې محدود دي، له لارې چې په اسانۍ سره مدیریت کېږي، مرسته کوي.

هغې وویل، د داسې پروژو «ترسره کولو د ښځو لپاره ساده او اسان دي. هغوی مجبورې نه دي چې ډېرې راکړې ورکړې په کې وکړي، کیدای شي چې هغه له کور نه هم ترسره شي او هغوی کولی شي چې تولید یې په محلي مارکېټ کې وپلوري.»

نشه ییز توکي له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره مرسته کوي

اپین اکثر وختونه د طالبانو او نورو ترهګرو د تولیداتو په توګه راځي. هغوی د ناقانونه نشه ییزو توکو د قاچاق له پیسو څخه د خپلو تاوتریخجنو فعالیتونو د تمویلولو لپاره استفاده کوي.

په ځینې مواردو کې، اورپکو بزګران مجبور کړي چې کوکنار وکري او معتادان یې دې ته هڅولي چې نشه ییز توکي وپېري.

د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د نعیم جان کلي یوه بزګر سید رحمان غني زاده چې ۴۸ کاله عمر لري، د غوایي په میاشت کې وویل، «طالبانو له ما څخه وغوښتل چې زه په خپله ځمکه باندې کوکنار وکرم خو ما هغوی ته وویل چې زه نه غواړم چې یو ناقانونه فصل وکرم خو هغوی زه مجبور کړم چې دا کار وکړم.»

په ورته وخت کې، ویل کیږي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشرانو د وروستیو وژنو لړۍ د یادې اورپکې ډلې د نشه ییزو توکو قاچاق او په زور د پیسو اخیستنو پورې ارتباط لري.

د زمري په ۲۵مه، د طالبانو د یوې انشعابي ډلې، د اسلامي امارت د عالي شورا، غړو په پاکستان کې له کوېټې سره نژدې د کچلاک په یوه جومات باندې برید وکړ چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ورور په شمول ۴ کسان یې ووژل.‌

په بله ورځ، اورپکو د طالبانو یو بل مهم مشر او د هبت الله یو نژدې ملګری ملا محمد اعظم اخوند د کچلاک په قاسم کلي کې وواژه.

په راولپنډۍ کې یوه جیګپوړي پاکستاني استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودنې په شرط د تلې په میاشت کې وویل، طالبان په افغانستان کې د کوکنارو له کرنې او د نشه ییزو توکو له سوداګرۍ څخه په کال کې له ۴۶.۸ میلیارده افغانیو (له ۶۰۰ میلیونو ډالرو) څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي.‌

هغه وویل، په افغانستان کې کرل کېدونکي نشه ییز توکي تر ډېره د پاکستان او ایران له لارو نړۍ وال مارکېټ ته رسیږي.

اصلي اړیکې: https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/11/08/feature-02

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام ټایمز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading