بازتاب نیوز

بهرنیو ځواکونو د کابل- ننګرهار پرلویه لار دوه کورولا موتر سوځولي

١٧ لړم ١٣٩٨ آریانا نیوز

د لغمان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کابل ـ جلال آباد پر لويه لار د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند د عزيزخان کڅ په سيمه کې، بهرنيو ځواکونو د ملکي وګړیو پر دوه کورولا ډوله موترو ډزې کړي.

د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي زیاته کړې، چې د جمعې پر ماښام( د لړم ۱۷) د کابل ـننګرهار پر لویه لار بهرنيو ځواکونو  د ملکي وګړیو پر موټرو ګازي مرمۍ کارولي، چې له کبله يې دوه موتر په بشپړه توګه سوځيدلي او څلور ملکي وګړي په کې ټپيان دي.

د پېښې عيني شاهدان وايي؛ د بهرنيو ځواکونو موتريز کاروان پر لار روان و او کله، چې د ملکي وګړیو موترې ورپسې روانې شوې، بهرنيو ځواکونو پرې بريد وکړ.

د همدې لویې لارې پولیسو د نوم نه ښوودلو پر شرط هم ورته معلومات وړاندې کړي دي.

بهرنیو ځواکونو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/بهرنی-6/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading