بازتاب نیوز

امنیتي سرچینې: د هېواد څلور ولایتونو کې ۳۰ طالب وسلوال وژل شوي دي

١٨ لړم ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

امنیتي سرچینو افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويلي

امنیتي سرچینې وايي، تیرو ۲۴ ګړیو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې ۳۰ وسلوال مخالفین وژل شوي ، او یو شمېر نور یې ټپیان دي.

افغان ځانګړې امنیتي قطعې د وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې هوايي عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یې یوولس طالب وسلوال وژل شوي دي، او د وسلو یوه زیرمه یې هم له منځه تللې ده.

همدار راز افغان پوځ د وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې هوايي برید ترسره کړی دی، چې پنځه طالب وسلوال یې وژلي دي.

د کنړ ولایت په تسواکي ولسوالۍ کې هم افغان امنیتي ځواکونو هوايي برید ترسره کړی دی، چې پنځه وسلوال مخالفین پکې له منځه تللي دي.

همدار راز افغان پوځ غزني ولایت کې هم عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې درې طالبانو ته د سر زیان اوښتی دی.

د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې هم د افغان پوځ په عملیاتو کې دو طالب وسلوال وژل شوي دي.

زابل کې هم افغان ځانګړې امنیتي قطعې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترنګ او جلدک ولسوالۍ کې یو طالب وسلوال وژل شوي دی.

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې هم افغان امنیتي ځواکونو هوايي برید کې درې طالب جنګیالي وژلي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23252

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading