بازتاب نیوز

بهرنيو ځواکونو د ملکي افغانانو درې موټرونه سوځولي او دوه تنه يې ټپيان كړي

١٨ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

بهرنيو ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لويه لار د ملکي افغانانو درې موټرونه وسوځول او دوه تنه يې ټپيان كړل. د پېښې عيني شاهدان وايي، بهرنيو ځواکونو د ملكيانو پر موټرونو اور اچوونكي توكي غورځولي او د هغوى درې موټرونه يې سوځولي دي. د لغمان ولايتي چارواکي هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي. د دغه ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي ويلي، چې بهرنيو ځواکونو تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل – جلال اباد پر لويه لار د عزيز خان کڅ په سيمه کې هغه مهال پر دوو ملکي موټرونو اور غورځوونکې مرمۍ وويشتلې، چې د هغوى د موټريز کاروان اشارو ته ونه درېدل. بهرنيو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.   The post بهرنيو ځواکونو د ملکي افغانانو درې موټرونه سوځولي او دوه تنه يې ټپيان كړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/09/بهرنيو-ځواکونو-د-ملکي-افغانانو-درې-موټ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading