بازتاب نیوز

د خپل قوماندان له خوا د ملي اردو د يوه افسر د وهلو قضيه څېړل كېږي

١٨ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په فارياب كې د دې قول اردو د لومړۍ لېوا د افسر حميدالله خاوري د ادعا د څېړلو لپاره، چې ګواكې د خپل قوماندان له لوري وهل شوى، يو پلاوى ګومارل شوى دى. د خاوري په وينا، د قانون خلاف د لومړۍ لېوا قوماندان غوښتل دى د يوه ټيم د مشر په توګه د ياد ولايت ګرزيوان ولسوالۍ ته ولېږي. خو د ملي اردو د دغه افسر په خبره، په دې ولسوالۍ كې دنده ترسره كول د ده مسووليت نه و او د مخالفت له كبله يې د خپل قوماندان له خوا ووهل شو. خو د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، دا قضيه په هر اړخيزه توګه څېړل كېږي. دى زياتوي، د ملي دفاع وزارت او ياده قول اردو به د ګومارل شوي پلاوي د څېړنو تر بشپړېدو وروسته په دې برخه كې قانوني او عادلانه تصميم ونيسي.   The post د خپل قوماندان له خوا د ملي اردو د يوه افسر د وهلو قضيه څېړل كېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/09/د-خپل-قوماندان-له-خوا-د-ملي-اردو-د-يوه-اف/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading