بازتاب نیوز

په كابل ښار كې يو مشهور غل ونيول شو

١٨ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د كورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو د نسيم په نوم هغه كس نيولى، كوم چې د كابل ښار د ۱۳مې او ۱۸مې ناحيو د غلا، لار نيونې او چپاولګرۍ په څو پېښو كې لاس درلود. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې نسيم د كابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې پوليسو د دې حوزې په مربوطاتو كې د اوپراتيفي عملياتو په مهال له يوې برچې سره بالفعل ونيوه. د نوموړي په خبره، نيول شوي كس په لومړنيو څېړنو كې د غلا، لار نيونې او چپاولګرۍ په څلورو پېښو كې خپل لاس لرل تاييد كړل. د يادونې وړ ده، چې په كابل ښار كې د غلا پېښې زياتې شوي او ښاريان يې سخت اندېښمن كړي دي.   The post په كابل ښار كې يو مشهور غل ونيول شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/09/په-كابل-ښار-كې-يو-مشهور-غل-ونيول-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading