بازتاب نیوز

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د كركټ دوهمه يو ورځنۍ لوبه نن كېږي

١٨ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

ټاكل شوې د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې نن دوهمه يو ورځنۍ لوبه ترسره كړي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په يوې بجې د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې د افغانستان په كوربه توب پيل شي. تر دې مخكې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې ويسټ انډيز افغانستان ته ماتې وركړې وه. د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ، درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه ترسره كېږي. دغه لوبې به د راتلونكې ډسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې دوام ولري.   The post د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د كركټ دوهمه يو ورځنۍ لوبه نن كېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/09/د-افغانستان-او-ويسټ-انډيز-ترمنځ-د-كركټ-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading