بازتاب نیوز

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د رایو د بیا شمېرنې چارې پیلوي، چې عبدالله عبدالله یې نه مني

١٨ لړم ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د ثبات او همپالنې ټیم د رایو بیا شمېرنې پروسه غیرقانوني یادوي

د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د لوایحو او طرزالعملونو خلاف کړنې ترسره کوي، او د پاکو او ناپاکو رایو له تصفیه مخکې، او پرته له دې چې د محلونو د پاکو رايو شمېر په ګوته کړي، تصمیم لري چې د رایو د بیا شمېرنې پړاو پیل کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې تر اوسه تکراري، له وخت څخه بهر او نورې تقلبي رايي ندي تصفیه شوي.

دغه ټاکنیزه ډله وايي، چې د هغو ۲۴۳۲ محلونو رايې بیا شمېرل کیږي، چې له دې وړاندې یې د شتون په هکله هېڅوک خبر نه وو، او هېڅ ډول بایومټریکې معلومات یې په اړه نشته.

ثبات او همپالنې ټیم وايي، چې ټولو ولایتونوکې کې یې خپلو څاروونکو ته امر کړی، چې د رایو بیا شمېرنې پروسه کې له ګډون څخه ډډه وکړي، ځکه په وینا یې پروسه غیر قانوني ده.

په همدې حال کې نن شنبه د لړم میاشتې ۱۸ مه نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د بیا شمېرنې د پیل خبر ورکړی دی.

ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ټیمو له څاروونکو غوښتي، چې د وقت د کمښت له امله دې په ټاکل شوي وخت د رایو د بیا شمېرنې لپاره د څار په موخه حاضر وي.

ټاکل شوې ده د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم میاشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان شي، خو لاهم شکونه شتون لري، چې دټاکنو خپلواک کمېسیون به بریالی شي چې په ټاکل شوې نېټې پایلې اعلان کړي او کنه. له دې وړاندې هم ډ تاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د پایلو په اعلانولو کې پاتې راغی، چې د ټاکنو کمېسیون د لومړني مهال وېښ له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تیرې تله میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلانیدې، خو د ټاکنو کمېسیون په وینا د ځینو تخنیکي ستونزو له امله بریالي نشو چې د ټاکنو پایلې په تاکل شوي وخت اعلان کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23255

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading