بازتاب نیوز

ثبات او همپالنه ټیم: له چاڼ پرته د رایو بیا شمېرل قانون ماتونه ده

١٨ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم وايي، د رایو له تصفیې پرته د رایو بیا ځلې شمېرنه د قانون په نقض کې راځي او دوی ورته اجازه نه ورکوي.

د یاد ټیم له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «له بده مرغه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اړونده قانون، لوایحو او طرزالعملونو په رڼا کې د خلکو له پاکو رایو څخه د تقلبي رایو د تصفیې او تفکیک په برخه کې زموږ له هڅو سره سره چې د خبرو اترو او تفاهم په صورت کې مو وکړې، له قانون ماتولو لاس وانخیست او وړاندې له دې چې د باطلو او له بایومیتریک پرته رایو تصفیه او تفکیک وکړي، د پاکو رایو سقف او د هر محل پاکې رایې مشخصې کړي، پرېکړه کړې چې په ولایاتو کې د بیا شمېرنې پروسه پیل کړي.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي، چې لومړی باید باید پاکې او ناپاکې او له وخت بهر رایې سره بېلې شي او د هغو ۲۴۳۲ محلونو د رایو په اړه پریکړه وشي، چېرې چې بایومټریک الاتو شتون نه درلود « ثبات او همپالنې ټيم رهبري، د خلکو له پاکو رایو څخه د دفاع په منظور، خپلو ټولو ولایتي ستادونو او څارونکیو ته هدایت ورکوي چې د موضوع تر روښانتیا پورې د بیا شمېرې په دې غیر قانوني پروسه کې له ګډون ډډه وکړي.»

د خبرپاڼې له لارې د ثبات او همپالنې ټیم ټولو ناظرینو ته خبر ورکړی، چې د رایې د بیا شمېرنې په پروسه کې دې ګډون نه کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154367/ثبات-او-همپالنه-ټیم-له-چاڼ-پرته-د-رایو-ب/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading