بازتاب نیوز

زابل: طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د استخباراتو مرکز نیولی

١٨ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په انتقالي مرکز یې برید کړی او هلته یې د استخباراتو د مرکز په ګډون ګڼ تاسیاست نیولي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې بریدونه نن سهار وختي پیل شوي او سپکې، درنې او لیزري وسلې پکې کارول شوې، چې په مټ يې تر دمه د استخباراتو مرکز نیول شوی او نور مراکز د نیول کېدو په حالت کې دي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي « ه جګړه کې  د استخباراتو مهم  ظالم مدیر  عمر او د ارغنداب ولسوالۍ  امنیه قومندان  صحرائي له ګڼو نورو  ملګرو سره وژل شوي ۷  شوبلې ، ۷ رینجر موټر ، یو ویګو موټر  او په زیاته اندازه  وسلې اومهمات دمجاهدینو لاس ته ورغلي دي.»

یاده دې وي، چې تر دې دمه سیمه ییزو چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154374/زابل-طالبانو-د-ارغنداب-ولسوالۍ-د-استخب/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading