بازتاب نیوز

د عبدالله عبدالله له مخالفت سره، سره د رایو د بیا شمېرنې تیاری پیل شوی

١٨ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایو د بیا ځلې شمېرنې او څېړنې لپاره یې تیاری پیل کړی او له ناظرینو هیله ده، چې په ټاکل شوي وخت د رایو د بیا ځلې شمېرنې له بهیر څخه د څارنې لپاره حاضر شي.

له ټاکنو کمېسیون څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د ټاکنو کمېسیون د ټیمونو د استازو په حضور کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره د تخنیکي موادو چمتو کول پیل کړي، د وخت د کموالي له امله له ناظرینو هیله کېږي، چې په خپل وخت د څارنې لپاره حاضر شي.»

ټاکنو کمېسیون داسې مهال د رایو د بیا ځلې شمېرنې لپاره امادګي نیسي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي، تر هغه دمه چې رایې په بشپړ ډول چان شوې نه وي، د رایو بیا ځلې شمېرنه ورته د منلو نه ده.

ثبات او همپالنې ټیم د یوې اعلاميې له لارې له خپلو ناظرینو غوښتي، چې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې دې ګډون نه کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154372/د-عبدالله-عبدالله-له-مخالفت-سره،-سره-د-ر/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading