بازتاب نیوز

په غور كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

١٨ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

افغان ځواكونو د غور په دولت يار ولسوالۍ كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي او دفاعي ځواكونو تېره ورځ په دې ولسوالۍ كې د طالبانو د ځپلو په هدف عمليات پيل كړل. د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې څلور طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. په خبرپاڼه كې راغلي، چې د عملياتو په مهال يو امنيتي سرتېرى د ماين چاودنې له كبله وژل شوى دى. وسله والو طالبانو لا په دې تړاو تبصره نه ده كړې. The post په غور كې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/09/په-غور-كې-شپږو-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading