بازتاب نیوز

په عراق كې د لاريونونو په مهال درې نور كسان ووژل شول

١٨ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

په عراق كې د لاريون كوونكو او امنيتي ځواكونو ترمنځ په پرونيو نښتو كې درې نور كسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، عراقي ځواكونو پر لاريون كوونكو اوښكې بهوونكى ګاز كارولى دى. لاريونونه د تېرې اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه په بغداد كې پيل شول او لاريون كوونكو د بې كارۍ، اداري فساد او د ټولنيزو خدمتونو د نه شتون په ضد پر اعتراضونو لاس پورې كړ. له هغه وخته تر دا مهاله د عراق په لاريونونو كې له ۲۸۰ زيات كسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي. لاريونونو په چټكتيا د عراق جنوبي ولايتونو ته سرايت كړى دى. ډېرى لاريون كوونكي محصلين دي او غواړي، چې د عراق سياسي نظام بدلون وكړي او اداري فساد ته د پاى ټكى كېښودل شي. The post په عراق كې د لاريونونو په مهال درې نور كسان ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/09/په-عراق-كې-د-لاريونونو-په-مهال-درې-نور-ك/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading