بازتاب نیوز

افغان ټاکنې؛ د رایو بیا شمېرنه ژر پیلېږي، د عبدالله ټیم څارنه نه کوي

١٨ لړم ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption په پام کې ده د رایو شمېرل ژر پیل شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د شاوخوا اتو زرو او ۵۰۰ محلونو د رایو شمېرل به ژر پیل کړي. د عبدالله ټاکنډلې دا کار د قانون خلاف بللی او له خپلو څارونکو یې غوښتي چې په دې بهیر کې ګډون ونه کړي.

د ټاکنو کمېسیون له څارونکو غوښتي چې د وخت کمښت ته په پام سره څارنې او مشاهدې ته حاضر شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې ویلي، ددغه ټیم مشرتابه "د خلکو د پاکو رایو د دفاع په پار" خپلو ټولو ولایتي ټاکنډلو او څارونکو ته سپارښتنه کړې چې "له پاکو رایو د ناپاکو هغو تر چاڼ" پورې په دې بهیر کې ګډون ونه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اعلان پربنسټ، یوازې هغه رایې باوري دي چې بایومټریک نښه ولري. تر اوسه جرمني دېرما لاګ شرکت چې د افغانستان د ټاکنو تخنیکي بهیر یې مخته بېوه، د بایومټریک نښې لرونکو باوري رایو شمېر یو میلیون او ۷۴۳ زره او ۱۰۷ اعلان کړې وې.

دغه شرکت وړاندې د بایومټریک لرونکو نښو لرونکو رایو شمېر یو میلیون او ۹۲۹ زره او ۳۳۳ اعلان کړی و، چې په وروستۍ ارزونه کې یې څه باندې ۸۴ زره رایې د معیار خلاف بللې وې.

اختلاف چېرې دی؟

د عبدالله ټیم وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون "د باطلو او بایومټریک پرته رایو له جلا کېدو او چاڼ او د چاڼ شویو رایو له شمېر مالومولو مخکې" بیا رایې شمېرل پیل کړي دي.

Image caption ښاغلی دانش وايي د دوی ټاکنیز ټیم د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی کوي او د ټاکنو پایلې به ومني.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۸۴۹۴ محلونو د رایو بیا شمېرلو پرېکړه کړې ده. له دې څخه ۲۴۲۳ داسې محلونه دي چې د ستونزو له کبله یې رایې بایومټریک وسیلې ته نه دي داخلې شوې چې د کمېسیون په وینا، د دغو رایو برخلیک باید مالوم شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ ناسته کې چې دوو بهرنیو غړو هم ګډون پکې درلود، پرېکړه وشوه چې دا رایې په دوو پړاوونو کې وشمېرل شي.

تېره ورځ، د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل، هېڅ یو ټاکنیز ټیم باید د ټاکنو کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه و نه وکړي او نه باید فشار پرې راوړي.

د نوي مهالوېش له مخې ټاکلې، چې لومړنۍ پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ اعلان شي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50357528

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading