بازتاب نیوز

د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې موټر بم برید شوی دی

١٨ لړم ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

برید کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار سیمه ییز چارواکی وايي، چې نن شنبه د (لړم ۱۸ ) طالبانو  د دغه ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ د پولیسو پر پوستې موټړ بم برید ترسره کړی دی.

د طالبانو لخوا برید د چینار په نوم سمیه کې چې د کندهار- ارزګان پر لويې لارې پرته ده ترسره شوی دی.

دغه سیمه کې پولیسو د ارزګان – کندهار د لويې لارې د امنیت د ټینګښت په موخه دنده ترسره کوله، چې د طالبانو له لوري پرې موټر بم برید شوی دی.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمد احمدي امریګا غږ ته ویلي، چې له چاودنې وروسته د طالبانو او او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ نښته لا هم روانه ده.

د کندهار د والي د ویاند په وینا برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره معلوماتو نه ورکوي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23259

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading