بازتاب نیوز

د افغان ترک لېسې زده‌کوونکيو د انتاليا المپياد علمي سياليو کې ۱۸ مډاله ګټلي

١٨ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

د افغان ترک لېسې زده‌کوونکيو د انتاليا د المپياد د علمي سياليو په يوولسم پړاو سياليو کې ۱۸ مډاله ګټلي چې ۵ يې د سرو زرو دي.

په دې سياليو کې د ياد ښوونځي زده‌کوونکيو په رياضي، بيولوژي، ترکي ژبه او انګليسي کې ۵ د سرو زرو، ۵ د سپينو زرو او ۸ د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

له دې ډلې نصيب الله اندړ ۳ د سرو زرو او يو د برنزو د مډالونو په  ترلاسه کولو سره د افغان ترک ښوونځيو په شاګردانو کې لومړی مقام ګټلی دی.

همدارنګه د افغان ترک ښوونځيو زده‌کوونکيو انګليسي او ترکي برخو کې په ټيمي سياليو کې هم لومړی مقام ګټلی دی.

د انتاليا د المپياد علمي سياليو يوولسم پړاو د روان کال د اکټوبر په ۲۷مه د ۱۳ هېوادونو ترمنځ د ۱۱۰۰ ګډونوالو  ترمنځ په ترکيه کې ترسره شوې.

 

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51133

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading