بازتاب نیوز

ثبات او همپالنې د رايو بيا شمېرنه تحريم کړه

١٨ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د يوې اعلامې په خپرولو سره د رايو بيا شمېرنه تحريم کړه.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی خپلو ولايتي ناظرانو ته امر کړی چې د رايو د بيا شمېرنې په پروسه کې ګډون ونه کړي.

 ثبات او همپالنې د خلکو له رايو دفاع، د ټاکنو خپلواک کمیسیون سرغړونه او له بایومټریک پرته د رایو شمېرل  او د پاکو  او نا پاکو رايو مشخصول د دې پرېکړې علت ياد کړی دی.

‎يادې ټاکنيزې ډلې ټينګار کړی چې دوی به یې تفاوته پاتې نه‌شي که چېرې تقلبي رايو ته باور ورکړل شي او د ټاکنو له کميسيون نه يې وغوښتل چې خپلو قانوني دندو باندې عمل وکړي او درايو بيا شمېرل دې هغه مهال پيل کړي چې پاکې او ناپاکې رايې بېلې شي.

 

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51132

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading