بازتاب نیوز

جمهور رئيس غني: د تلپاتې سولې لپاره په ټولنه كې د عدالت ټينګښت ته اړتيا ده

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، اوس هم په ټولنه كې داسې كسان موجود دي، چې پر جګړې، وژنې او ناامنۍ ټينګار كوي. هغه نن په ارګ كې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د ميلاد په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې وويل، دې كسانو وېرې او فتنې ته پر سولې او پخلاينې ترجېح وركړې او د يوه اسلامي هېواد ورانول د ثواب كار بولي. جمهور رئيس غني سوله په هېواد كې د لسګونو كلونو وركه ياده كړه او ټينګار يې وكړ، چې د رښتينې او تلپاتې سولې لپاره اړتيا ده په ټولنه كې عدالت ټينګ شي. دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يوالي حكومت په دې وروستيو خپله د سولې طرحه له خلكو سره شريكه كړه، چې په مادو كې يې له امريكا، پاكستان او طالبانو سره مذاكرات، د سولې په برخه كې د اجماع رامنځته كېدل او ښه حكومتولي شامل موضوعات دي. The post جمهور رئيس غني: د تلپاتې سولې لپاره په ټولنه كې د عدالت ټينګښت ته اړتيا ده appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/09/جمهور-رئيس-غني-د-تلپاتې-سولې-لپاره-په-ټ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading