بازتاب نیوز

ولسمشر غني: د تلپاتې سولې تامين لپاره عدالت ته اړتیا ده

١٨ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

ولسمشر غني نن په کابل کې د میلاد النبي(ص) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، افغانستان تر بل هر وخت ډېر سولې ته نږدې شوی دی.

جمهور رييس وايي، سوله ورکه شوې او افغانان له لسګونو کلونو راهيسې هڅه کوي چې پيدا يې کړي.

نوموړی ټينګار کوي، تلپاتې سوله هغه مهال ټولنه کې تامينېږي چې ټول عدالت ته وفاداره وي.

د ولسمشر په وينا« دې لپاره چې سوله لنډمهالې نه وي او په ټولنه کې دوام پيدا کړي عدالت اړين دی. داسې يو حالت بايد راشي چې هېڅوک ځان مظلوم او بې‌نصيبه شمار نه کړي.»

محمد اشرف غني په هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د اسلام د پيغمبر له ژوند او ارشاداتو له لارې په الهام دې  له جګړې لاس واخلي او د سولې پروسې سره دې يوځای شي.

نوموړی زياتوي د جنګ پر دوام ټينګار يوه باطله لاره ده او له اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې ده.

د میلاد النبي(ص) په مناسبت سپېډار ماڼۍ کې هم غونډه جوړه شوې وه. په دې مراسمو کې عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو حکومتي چارواکيو هم ګډون  کړی و.

 

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51135

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading