بازتاب نیوز

مولانا فضل الرحمان: حکومتي استازي دې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي

١٨ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت خلاف د یوه لاریون پر مهال، حکومتي استازو ته ویلي، چې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي. نوموړي په خپله وینا کې پر لومړي وزیر عمران خان نیوکې کړې او په وینا یې عمران خان ته به اجازه ورنه کړي چې پر هېواد قبضه وکړي. مولانا فضل الرحمان وايي، د اپوزېسیون ټول ګوندونه یو موټی دي. بل لور ته د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مشر اکرم دراني ویلی، چې سر له نن به د پاکستاني حکومت پر خلاف لاریون نوې بڼه غوره کړي. The post مولانا فضل الرحمان: حکومتي استازي دې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/08/18/مولانا-فضل-الرحمان-حکومتي-استازي-دې-خپ/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading