بازتاب نیوز

ویسټ اڼدیز له افغان لوبډلې د یوورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې تېره شپه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په دوهمه يو ورځنۍ لوبه كې هم ماتې وركړه او د يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ يې په خپل نوم كړه. دا لوبه، چې پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه، د هند د لكنو ښار په ايكانا لوبغالي كې ترسره شوه. ويسټ انډيزۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۸ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه شو كړاى او په ۴۵ اعشاريه څلور اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۲۰۰ منډې وكړې او لوبه يې د ۴۷ منډو په توپير وبايلله. تر دې مخكې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې هم ويسټ انډيز افغانستان ته ماتې وركړې وه. د دغو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ، درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه ترسره كېږي. يادې لوبې به د راتلونكې ډسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې دوام ولري. The post ویسټ اڼدیز له افغان لوبډلې د یوورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/ویسټ-اڼدیز-له-افغان-لوبډلې-د-یوورځنیو-س/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading