بازتاب نیوز

ټرمپ: د چين او امريکا سوداګريزې اړيکې مخ په ښه کېدو دي

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، له چين سره يې سوداګريزې اړيکې ښې روانې دي او په ورته وخت کې يې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ د پراخېدو په برخه کې د يوې هوکړې غوښتنه وکړه. نوموړي په دې اړه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې بيجينګ له واشنګټن سره دا ډول هوکړې ته ډېره اړتيا لري. د ټرمپ په خبره، د چين اقتصاد اوس مهال د تېرو ۵۷ کلونو په پرتله خورا کمزورى شوى او د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو ښه کېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي. د امريكا جمهور رئيس هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې متحد ايالتونه به پر چين د ميلياردونو ډالرو لګول شوې تعرفې لغوه کړي. د چين حکومت تراوسه د ټرمپ د يادو څرګندونو په وړاندې کوم غبرګون نه دى ښودلى. د بيجينګ او واشنګټن ترمنځ سوداګريزه جګړه په دې وروستيو کې خورا توده شوې ده. The post ټرمپ: د چين او امريکا سوداګريزې اړيکې مخ په ښه کېدو دي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/ټرمپ-د-چين-او-امريکا-سوداګريزې-اړيکې-مخ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading