بازتاب نیوز

په پکتیکا کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د پكتيكا امنيتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو د دې ولايت په مټاخان ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د برهان په نوم د يوه مشهور قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژلي دي. د پكتيكا د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين کليد ته وويل، دا هوايي بريد د شنبې په ورځ غرمه مهال د مټاخان ولسوالۍ په خواجه رم سيمه كې شوى دى. د نوموړي په خبره، په دغه بريد كې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. The post په پکتیکا کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/په-پکتیکا-کې-شپږ-داعش-وسله-وال-ووژل-شول/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading