بازتاب نیوز

په ننګرهار کې لسګونه داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شول

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ننګرهار د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۳۶ تنه داعش او طالب وسله وال دولت ته تسليم شول او خپلې وسلې يې پر ځمکه کېښودې. د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل تېره ورځ وويل، په تسليم شوو وسله والو کې ۲۹ يې داعشيان او اووه يې طالبان دي. ده زياته كړه، يادو داعش او طالب وسله والو د ننګرهار په اچين، هسکې مېنې، شېرزادو او خوږياڼو ولسواليو کې دولت ضد فعاليتونه کول. داعش ډلې او وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.   The post په ننګرهار کې لسګونه داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/په-ننګرهار-کې-لسګونه-داعش-وسله-وال-حکوم/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading