بازتاب نیوز

دولت جوړونکی ټيم وايي؛ دا ځل د ټاکنو پایلو کې ځنډ قانوني توجیه نلري

١٩ لړم ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

ګلبدالدین حکمتیار او رحمت الله نبیل هم د ټاکنو له هغې پرېکړې سره مخالفت ښودلې، چې د رایو بیا شمېرل یې پیل کړل

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکی ټیم لخوا په خپره شوې اعلامیه کې  د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ويل شوي، چې دا ځل  د ۱۳۹۸ کال د ولسشمریزو ټاکنو پایلو کې ځنډ ورته د منلو وړ ندی، او هېڅ راز قانوني توجیه نلري.

د دولت جوړونکي ټیم لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دټاکنو خپلواک کمېسیون او دټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتنه شوې، چې د ټاکنو نافذه قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو په رڼا کې او د  افغانستان د ولس قانوني او مشروع حق ته په درناوي د خپل ټاکل شوي مهال وېش سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د ټاکنو پایلو کې ځنډ هېواد له ګنګ حالت سره مخامخ کوي، او نه ړونتیا د هېواد  اقتصاد او سولې پروسې ته زیان رسوي، او ولس له رواني پلوه تر فشار لاندې راځي.

دولت جوړونکي ټیم له خپلو سیالو ټاکنیزو ټیمو هم غوښتې، چې د خپل ورځنیو عادت شویو پلمو دې لاس واخلي، او خلکو ته دې رواني رنځ نه ورکوي، او همداسې د ولس امنیت اقتصاد او سولې ته د زیان نه رسوي، او له وړاندې منل شویو قوانیو، طرزالعملونو او لایحو ته د درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت جوړونکي اوږه پر اوږه ټاکنیز سیال د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټیم تیره ورځ د یوې اعلامیه په خپرولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون په نا قانونۍ تورن کړ، او د ټاکنو کمېسیون هغه پرېکړه یې ناسمه وبلله، چې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه یې پیل کړه.

د ثبات او همپالنې ټیم  وايي، تر هغه چې د پاکو او ناپاکو رایو تصفیه نه وي شوي، او د محلونو د پاکو رایو شمېر نه وي څرګند، د رایو بیا شمېرل ورته د منلو وړ ندي، دغه ټيم همدار راز ویلي، چې د ۲۴۳۲ داسې محلونو رايې بیا شمېرل کیږي، چې له دې وړاندې یې د شتون په اړه څوک خبر نه وو او هېڅ ډول بایومټریکي مالومات یې په اړه نشته.

د ثبات او همپالنې ټيم خپل ټولو څاروونکو ته سپارښتنه کړې، چې د رایو بیا شمېرنې پروسه کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي، ځکه په وینا یې دا له قانون سره په ټکر کې کار دی.

تیره ورځ شنبه د ( لړم ۱۸ ) ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر محلونو د رایو د بیا شمېر چارې پیل کړې.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23262

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading