بازتاب نیوز

امنیتي ځواکونو په عراق کې تازه څلور لاریون کوونکي وژلي

١٩ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

له اونیو راهیسې په عراق کې د حکومت پر ضد پراخ او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي. تازه د عراق لومړي وزیر امر کړی دی چې د لاریون کوونکو پر ضد دې پراخ عملیات پيل شي او سړکونه دې د عادي ژوند لپاره تخلیه کړل شي. په همدې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو څلور لاریون کوونکي وژلي دي. په پنځو اونیو کې د عراق په لاریونونو کې تر ۲۶۰ پورې کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. امنیتي ځواکونو همدا راز لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی چې پر وړاندې به یې سخت اقدامات وکړي، خو لاریون کوونکي وايي د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره مبارزې ته ادامه ورکوي. The post امنیتي ځواکونو په عراق کې تازه څلور لاریون کوونکي وژلي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

اصلي اړیکې: https://kandahar-tv.com/1398/08/19/امنیتي-ځواکونو-په-عراق-کې-تازه-څلور-لار/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading