بازتاب نیوز

درې ټاکنيزو ټيمونو د رايو بيا شمېرنې سره پرېکون اعلان کړی

١٩ لړم ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ولسمشريزو ټاکنو د رايو بيا شمېرلو په اړه لا هم د ټاکنيزو ډلو ترمنځ جنجالونه روان دي او درې ټاکنيزو ټيمونو د رايو بيا شمېرلو سره پرېکون اعلان کړی دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټيم، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ «سولې او اسلامي عدالت» او همدارنګه د رحمت الله نبيل په مشرۍ «امنيت او عدالت» ټاکنيز ټيم د رايو بيا شمېرلو سره پرېکون اعلان کړی دی.

درې واړه ټاکنيز ټيمونه وايي، په اوسني حالت کې د رايو بيا شمېرل ناقانونه کار دی او له خپلو څارونکو يې غوښتي، چې د رايو بيا شمېرلو پروسه تحريم کړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون تېره ورځ ويلي و، چې د رايو بيا شمېرل او په ټول افغانستان کې يې د ۸۲۵۵ محلونو بيا تفتیش پیل کړی دی.

د ثبات او همپالنې ټيم وايي، د رايو بيا شمېرنې پروسه په داسې حال کې پيليږي، چې د پاکو او باطلو رايو او همدارنګه د بايو ميټريک او ساده رايو ترمنځ جلا والی نه دی شوی او دا کړنه يې له قانونه سرغړونه بللې ده.

همدارنګه د سولې او اسلامي عدالت ټيم او د امنيت او عدالت ټيم هم د ټاکنو خپلواک کميسيون وروستۍ پرېکړه د قانون خلاف بللې او له خپلو څارونکو يې غوښتي، چې د رايو بيا شمېرنې له څار سره پرېکون وکړي.

په عين حال کې د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شورا هم په يوه اعلاميه د ټاکنو خپلواک کميسيون پر غړو تور پورې کړی، چې د مشخصو نوماندانو په ملاتړ يې تقلب کړی دی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/154412/درې-ټاکنيزو-ټيمونو-د-رايو-بيا-شمېرنې-سر/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading