بازتاب نیوز

دفاع وزارت وایي د پکتیا د دریو قاضیانو وژونکی یې په هوایي برید کې وژلی

١٩ لړم ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

د افغانستان ملي دفاع وزارت ادعا کړې چې د پکتیا د دریو قاضیانو د وژنې عامل یې په هوایي برید کې وژلی دی.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون شنبې خپره شوې راغلي چې د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې شنبې ماښام ۶بجې، د یوه هوایي برید په پایله کې، د طالبانو د یوه مهم قوماندان ویس الدین په ګډون، ۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا ویس الدین هغه کس و چې څو ورځې مخکې یې د پکتیا ولایت درې تنه قاضیان په لوګر کې وژلي و.

د پکتیا د استیاف محکمې درې قاضیان او یو مامور د پنجشنبې په ورځ د کابل - ګردېز پر لویه لار د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړل شول او ووژل شول.

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/40187-2019-11-10-05-17-53

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading