بازتاب نیوز

په لبنان کې د اعتراضونو دوام

١٩ لړم ١٣٩٨ خبرگزاری خاورمیانه

سره له دې چې د لبنان صدراعظم له خپلې دندې استعفا ورکړه؛ مګر د دغه هېواد خلک هماغسې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د لبنان پخواني لمړي وزیر سعد حریري نږدې لسو ورځو کې له واکه  ګوښه شو؛ مګر اعتراضونو پاې ونه مونده. د لبنان خلکو په مختلفو ښارونو په ځانګړې ډول ددغه هېواد په پلازمینه بیروت کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی او د هغه سیاسي حاکمانو پر ضد شعارونه ورکوي چې له ۳۰ کالو راهیسې په واک کې دي. دغه اعتراضونو وړمه شپه د مرکزي بیروت په سیمو کې په ډېر شدت سره دوام درلود. اعتراض کوونکي د لبنان حکومت په اداري فساد تورنوي. په ورته وخت کې د لبنان جمهور رییس ،میشل عون د سعد حریري له استعفا وروسته تر اوسه هم د یوه نوې حکومت د جوړولو لپاره مذاکرات پیل کړي نه دي.

اصلي اړیکې: https://middleeastpress.com/pashto/1398/08/19/په-لبنان-کې-د-اعتراضونو-دوام/

د اصلي پاڼې خلاصول

خبرگزاری خاورمیانه په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading