بازتاب نیوز

د فوټبال ملي لوبډله له هند او قطر سره د لوبو لپاره چمتوالی نیسي

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د هند او قطر د فوټبال له ملي لوبډلو سره د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې تمرينونه پيل كړل. ټاكل شوې افغان لوبډله د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله څلورمه لوبه د روانې نومبر مياشتې په ۱۴مه نېټه د هندۍ لوبډلې په وړاندې ترسره كړي. افغانستان به په دغو سياليو كې خپله پنځمه لوبه د يادې مياشتې په ۱۹مه نېټه له قطر سره وكړي. دا دواړه لوبې په تاجكستان كې د افغانستان په كوربه توب ترسره كېږي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې په خپلو ترسره كړو درېيو لوبو كې دوه بايللي او يوه يې ګټلې او په درېيو نومرو سره په خپل ګروپ كې درېيم ځاى لري. افغانستان له قطر، عمان، بنګله دېش او هند سره په E ګروپ كې شامل دى. The post د فوټبال ملي لوبډله له هند او قطر سره د لوبو لپاره چمتوالی نیسي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/د-فوټبال-ملي-لوبډله-له-هند-او-قطر-سره-د-ل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading