بازتاب نیوز

د ناټو عمومي منشي راتلونکې پنجشنبې له ټرمپ سره ويني

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

سپينې ماڼۍ تازه اعلان کړى، چې د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ به د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د امريکا له جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره وويني. د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دواړه لوري به په دې ليدنه کې پر مختلفو مسايلو په ځانګړې توګه د ناټو سازمان د دفاعي بوديجې پر ډېرېدو او مساوي وېش خبرې وکړي. ټرمپ هڅه کوي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه خپله دفاعي بوديجه ډېره کړي. بلخوا په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې ټرمپ او سټولټنبرګ به له ترهګرۍ سره پر مبارزې، انټرنېټي شبکو او سايبري بريدونو هم وغږېږي. The post د ناټو عمومي منشي راتلونکې پنجشنبې له ټرمپ سره ويني appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/د-ناټو-عمومي-منشي-راتلونکې-پنجشنبې-له-ټ/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading