بازتاب نیوز

په لوګر کې د درېیو قاضیانو وژونکی طالب قومندان ووژل شو

٢٠ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ملي دفاع وزارت د هغه طالب قوماندان د وژل كېدو خبر وركوي، چې تېره اونۍ يې د پكتيا درې قاضيان په لوګر كې ووژل. دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر ماښام د لوګر په محمداغې ولسوالۍ كې په يوه هوايي بريد كې د ويس الدين په نوم د مهم قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول. سرچينه وايي، ويس الدين څو ورځې وړاندې د پكتيا درې قاضيان وژلي وو. دا قاضيان له پكتيا كابل ته پر لاره په لوګر كې وژل شوي وو. وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې. The post په لوګر کې د درېیو قاضیانو وژونکی طالب قومندان ووژل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/په-لوګر-کې-د-درېیو-قاضیانو-وژونکی-طالب-ق/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading