بازتاب نیوز

سږکال د هېواد د جلغوزیو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوی دی

١٩ لړم ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د لړم میاشتې ۱۵ مه نېټه د ولسشمر غني لخوا د جلغوزې ملي ورځ په نوم نومول شوې ده

د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزرات د ارزونې له مخې د جلغوزې سږني حاصلات د تیر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د جلغوزیو د ځنګلونو تر ارزونې وروسته په روان کال کې د جلغوزیو د حاصلاتو د ډیروالي خبر ورکوي.

 د دغه وزرات په وینا سږکال د هېواد په کچه ۲۴ زره ټنه جلغوزي راټلو شوي دي، چې د تیر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی پکې لیدل کیږي، تیره کال ټول هېواد کې د جلغوزیو حاصل ۲۳ زره ټنه وو.

د جلغوزیو ځنګلونه د هېواد په نهو ولایتونو “خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل” کې شتون لري، چې ۴۴ زره هکټاره ځمکه یې نیولې ده.

د لړم میاشې ۱۵ مه نېټه چې تیر کال د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د جلغوزیو ملي ورځ په  نوم نومول شوې وه، روان کال کې هم ترې د ولسمشر غني لخوا نمانځنه وشوه.

دغه ورځ چې همدا څو ورځې مخکې د لړم میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ولسمشر غني لخوا په ارګ کې ونمانځل شوه، ولسمشر اشرف غني د جلغوزیو د ارزښت په اړه وويل، چې نن د افغانستان ټول خلک د جلغوزیو په ارزښت پوهېدلي دي، او یادونه یې وکړه، چې زموږ پټې خزانې نورې پټې ندي.

د کرنې،اوبلګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په وینا افغانستان په کال کې د ۲۳ تر ۳۵ زره ټنه د جلغوزیو د تولید وړتیا لري، او د محاسبې له مخې ۳۵ زره ټنه جلغوزې د کال څه د باندې ۴،۱ ملیارډ ډالر جوړوي.

د هوايي دهلیز له پرانیست سره سم ګاوندي هېوادونو د جلغوزیو له قاچاق مخنیوی شوی دي، او له تیرکال څخه د افغانستان جلغوزي د هوايي دهلیز له لارې چین ته صادریږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23266

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading