بازتاب نیوز

عبدالله عبدالله د رایو د بیا شمېر د دریدو غوښتونکی شو

١٩ لړم ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

له تیرې ورځې را په دیخوا د رایو د بیا شمېر لړۍ پیل شوې ده

د ثبات او همپالتې ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د یوې خبرې ناستې په جوړېدو د تاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د رایو د بیا شمېر لړۍ د ودروي.

نن یکشنبه د لړم میاشتې ۱۹ مه نېټه د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې ناستې ته حاضر شو، او وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د رایو بیا شمېر ورته تر هغه د منلو وړ ندی، تر څو چې د پاکو اوو ناپاکو رایو تصفیه نه وي شوي.

عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د رایو دبیا شمېر لړۍ د ودروي، هغه همدار راز وویل چې د رایو بیا شمېرنې پروسه کې یې څاروونکي ګډون نلري او دغه چارې ورته د منلو وړ ندي.

هغه له کمېسیون څخه د هغوو  رایو د تصفیې غوښتنه وکړه چې په وینا یې هېڅ بایومټریکي مالومات یې په اړه شتون نلري.

ښاغلي عبدالله وویل، چې د کړکېج پلوی ندی، خو که هېواد د کړکېج پر لورځي، نور پړه به یې د دولت جوړونکي ټیم پر غاړه وي، ځکه په وینا یې دولت جوړونکی ټیم د درغلیو په هڅه کې دی.

خو له بل پلوه نن د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم د یوې اعلاميه په خپرولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتنه کړې، چې دغه ټیم ته د ټاکنو پایلو کې ځنډ نور دمنلو وړ ندي، اوو هېڅ ډول قانوني توجیه نلري. اعالامیه کې راغلي، چې ټاکنو خپلواک کمېسیون د خلکو مشروع او قانوني حق ته درناوی وکړي، او د خپل ټاکل شوي مهال وېش له مخې دې په ټاکل شوې نېټې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانه کړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23269

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading