بازتاب نیوز

د عبدالله خبرداری؛ د رایو بیا شمېرنه ودروئ، پايلې نه منو

١٩ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډلې نن د يوې غونډې پر مهال وويل، د دې ډلې ناظرانو په ټول هېواد کې د رايو بيا شمېرنه تحريم کړې او هغه پايلې چې د دې ډلې د ناظرانو له موجوديته پرته اعلانېږي، د منلو نه ده.

عبدالله دولت جوړوونکې ټاکنيزې ډلې ته په اشارې وايي، دوی هڅه کوي چې له ټاکنو يوه ورځ وړاندې، يوه ورځ وروسته او د ټاکنو په ورځ رايې وشمېري، « ځينو د ټاکنو په شپه د رايو صندوقونه ډک کړل او له همدې کبله اوس تخنيکي ستونزې بهانه کوي او د هغو رایو پر بيا شمېرلو ټينګار کوي چې تفکيک شوې نه دي.»

نوموړي له ټاکنيزو کميسيونونو وغوښتل چې خپل کار ته په قانوني توګه دوام ورکړي او د رايو بيا شمېرنه ودروي او زياته يې کړه که د دوی غوښتنې ونه منل شي د قانون پر خلاف وړاندې  لاړ شي دوی به جدي اقدام وکړي.

يادې ډلې په دې غونډه کې  له امنيتي بنسټونو وغوښتل چې د خلکو پر وړاندې ونه درېږي او بايد سياسي عمل وکړي.

عبدالله عبدالله ډاډ ورکوي چې د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو په شان چې د ملي يووالي د حکومت پر جوړېدو سلا وشوه عمل نه کوي او د ټولو خلکو له يوې يوې رايې به دفاع کوي.

د نوموړي په وينا، دوی د بحران غوښتونکي نه دي؛ خو که چېرې هېواد بحران ته لاړ شي، مسوول به  يې دولت جوړوونکی وي.

د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې غونډه نن د لويې جرګې په خېمه کې ترسره شوه؛ خو د عبدالله په وينا، چې له امنيتي ځواکونو يې غوښتي وو چې د دې سيمې امنيت تامين نه کړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51138

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading