بازتاب نیوز

د رایو بیا شمېرنې په اړه د دوو ټاکنډلو ناندرۍ

١٩ لړم ١٣٩٨ بی بی سی

Image caption اشرف غني او عبدالله

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او همپالنې' ډلې د ټاکنو له کمیسیونه د رایو بیا نه شمېرلو غوښتنه وکړه، چې په وینا یې د دغې ټاکنډلې له څارونکو پرته دا بیا شمېرنه 'مشروعیت نه' لري. خو د محمد اشرف غني په مشرۍ 'دولت جوړوونکي' ټیم یې په غبرګون کې ویلي، "تاسو ویلي وو د ټاکنیز کمېسیون کار ته درناوی کوئ، یوازې هغه وخت چې ستاسې ډله ییزو او شخصي فرمایشونو ته غاړه کېږدي".

نن د یکشنبې په ورځ د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې ښاغلي عبدالله خپلو پلویانو ته وویل: "په هېواد کې د کړکېچ پلوی نه دی او که بحران رامنځته کېږي مسوولیت به یې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم پرغاړه وي."

بل خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنډلې ویاند رضوان مراد بي بي سي ته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې پرېښودل شي چې خپل کار پر مخ بوځي.

دا ټاکنډله ټینګار کوي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې په خپل وخت اعلان شي او ملت دې له دې ګونګ حالته بهر کړي:

"د ټاکنو کمېسیون دې خپلې پایلې اعلان کړي که د ډاکټر صاحب عبدالله ډله یې نه مني، بیا دې له اسمانه څوک راکوز کړي چې ښاغلي ته ووایه چې ویې مني."

Image caption د ټاکنو کمېسیون له څارونکو غوښتي چې د وخت کمښت ته په پام سره څارنې او مشاهدې ته حاضر شي

ښاغلي مراد همدارنګه د ښاغلي عبدالله دې څرګندونو ته چې د احتمالي بحران پړه یې چې پر دولت جوړونې ټیم اچولې وویل، د بحران خبرې یې تکراري دي او د ده پر ټکو یوازې افغانانو ته 'سرخوږی' ډېروي.

همدارنګه د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلې فېسبوک پاڼه کې د عبدالله خبرو ته په یوه اوږده غبرګون کې ویلي، "د ثبات او همپالنې ټیم له بې ثباتۍ او نا همپالنې پرته هرڅه دي."

ښاغلي صالح لیکلي ډاکټر عبدالله عبدالله دې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ته درناوی وکړي.

په ورته وخت کې پرون شنبه هم درېیو ټاکنیزو ډلو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له هغې پرېکړې سره پرېکون اعلان کړی چې پر بنسټ یې په ټول افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا اتو زرو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.

له فیسبوک تېر شئ د Amrullah Saleh شمېره په مټ

د فیسبوک تبصرې پای د Amrullah Saleh شمېره په مټ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نیبل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزو ډلو، خپلو ټولو څارونکو ته ویلي چې د بیا شمېرنې بهیر ونه څاري.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټاکنډلې د کمېسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې ده چې دا چاره دې بشپړه او لومړنۍ پایلې دې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون له څارونکو غوښتي چې د وخت کمښت ته په پام سره څارنې او مشاهدې ته حاضر شي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50364756

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading