بازتاب نیوز

عبدالله عبدالله: زموږ په نشت کې به د رایو بیا شمېرنه مشروعیت ونه لري

١٩ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس او د جمهوري رياست ټاكنو كانديد عبدالله عبدالله د ټاكنو له خپلواك كمېسيون څخه وغوښتل، چې د رايو د بيا شمېرنې بهير دې ودروي. نوموړي نن يوې غونډې ته وويل، د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې څارونكي د دغه بهير څارنه نه كوي او د هغوى په نه شتون كې به د رايو د بيا شمېرنې پايلې مشروعيت ونه لري. عبدالله ټينګار وكړ، چې د افغانستان د خلكو د پاكو رايو دفاع كوي او د ټاكنو پايلې به د همدې رايو له مخې وي. په همدې حال كې د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې مشر وايي، د ټاكنو خپلواك كمېسيون د شاوخوا ۳۰۰ زره رايو او همدارنګه د راى وركولو د ۲۴۳۲ محلونو په تړاو، چې معلومات يې په مركزي سرور كې نه شته، څرګند ځواب نه دى وركړى. د عبدالله په وينا، تقلبي رايې بايد له سيسټمه وايستل شي. ټاكل شوې د هېواد په ۳۴ ولايتونو كې د راى وركولو د ۸۲۵۵ محلونو رايې تفتيش او بيا وشمېرل شي او د ټاكنو خپلواك كمېسيون د شنبې په ورځ دا بهير په كابل كې پيل كړ. The post عبدالله عبدالله: زموږ په نشت کې به د رایو بیا شمېرنه مشروعیت ونه لري appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/عبدالله-عبدالله-زموږ-په-نشت-کې-به-د-رای/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading