بازتاب نیوز

د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې لسکونه طالبان ووژل شول

١٩ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

ارزګان سيمه ييز امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په ګېزاب ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د مهمو قوماندانانو په ګډون تر سلو ډېر وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي. د دوی په وینا، سلګونه وسله وال طالبان راغونډ شوي وو، څو د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ ونیسې، خو پخپله دغه هڅه کې بریالي نه شول. د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد خطاب خنجري تېره ورځ ناوخته له رسنيو سره د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل، په ياده ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې تر ۱۱۵ وسله وال طالبان وژلي او ۲۶ نور یې ټپيان کړې دي. هغه وايي، په وژل شوو طالبانو کې د دغې ډلې ۸ مهم قوماندانان هم شامل وه. دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازو ادعا کوله، چې په دغه ولسوالۍ کې په زيات شمېر کمانډويي سرتيري وسله والو طالبانو د بريدونو پرمهال وژل شوي دي. خو د ارزګان امنيه قومندان جنرال محمدخطاب خنجري د خبرو پرمهال وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ټول پلانونه شنډ شوي او هغو دا مهال د جګړې توان له لاسه ورکړی دي. امنيه قوماندان وويل، د وسله والو طالبانو د مهمو قوماندانو په وژلو سره دامهال د وسله والو طالبانو د جنګياليانو مرال کمزوری شوی دي. امنيه قوماندان خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي. خو وسله وال طالبان بیا د امنيتي چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي. قاري يوسف احمدي، چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، کليد ته په يو رالېږل شوي پیغام کې د امنيتي چارواکي دغه ډول ادعاوې له حقيقت څخه لېري ګڼې، خو په ياده ولسوالۍ کې د ترسره شوې جګړې په اړه يې هم خپل نظر نه دی څرګند کړی. ګېزاب ولسوالي د ارزګان د نورو ولسواليو په پرتله يوه امنه ولسوالۍ ګڼل کېده، خو په دي وروستيو کې وسله والو طالبانو د دغي ولسوالۍ پر مرکز له څلور خواوو بريدونه پیل کړي وو. The post د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې لسکونه طالبان ووژل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/د-ارزګان-په-ګېزاب-ولسوالۍ-کې-لسکونه-طال/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading