بازتاب نیوز

په هلمند کې د برېښنا شرکت پر ضد لاریون وشو

١٩ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د هلمند د مرکز لښکرګاه سلګونو اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې د دغه ولایت د برېښنا شرکت د رییس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه او د برېښنا شرکت پر ضد یې شعارونه ورکول. دوی له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه، چې د برېښنا شرکت لومړۍ درجه مشران دې استعفا وکړي او د کجکي د برېښنا بیې دې راټیټې شي. دوې اونۍ کېږي، د لښکرګاه اوسېدونکو، قومي مشرانو او مدني فعالینو د برېښنا د ریاست مخې ته د اعتراض په ډول خېمه وهلې او د یاد شرکت مامورینو ته د کار لپاره اجازه نه ورکوي. معترضین نه یوازې د برېښنا په ریاست کې د کاغذ پرانۍ تور پوري کوي، بلکې د دغه ریاست مسولین په فساد تورنوي او ادعاکوي، چي تر میټر کتلو مخکي په خپله خوښه ښاریانو ته بېلونه لیکي او له خلکو څخه غیرقانوني پیسي اخلي. بلخوا، د هلمند د برېښنا شرکت رییس وحیدالله دغه کار د دوی تر توان لوړ بولي او زیاتوي چې په دې تړاو یې له مرکزي دفتر سره اړیکه نیولې، خو تراوسه د مرکزي دفتر له لوري دوی ته هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.   The post په هلمند کې د برېښنا شرکت پر ضد لاریون وشو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/په-هلمند-کې-د-برېښنا-شرکت-پر-ضد-لاریون-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading