بازتاب نیوز

محسن رضايي افغانستان ته د تکواندو برخه کې د سرو زرو مډال وګټه

١٩ لړم ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

لولو کې د تکواندو ښځینه لوبغاړو هم ګډون درلود

محسن رضایي چین هېواد کې د نړۍ آزادو سیالیو په لړ کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، او د افغانستان لپاره یې ویاړ په نصیب کړ.

دغه سیالۍ چين هېواد کې د شپاړس هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پیل شوې وې، چې ۴۷۱ د تکواند لوبغاړو پکې ګډون درلود، او له  افغانستان څخه هم د تکواندو لوبغاړو ګډون درلود.

 د افغانستان لپاره محسن رضايي د سرو زرو او او فرزاد منصوري د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

محسن رضايي ۵۸ کیلو وزن کې سیالۍ ترسره کړې، چې د خپل پنځو سیالانو په ماتولو سره یې د سرو زرو مډال د افغانستان په نوم کړ.

د افغانستان د تکواند برخې تر ټولو ارښتناکه لاسته راوړنه له دوو المپیکي سیالیو څخه د مډال ګټل دي، چې د روح الله نیکپا لخوا په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې تر لاسه شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/23273

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading