بازتاب نیوز

افغان حکومت وايي، دسيګار راپور غير عادلانه دی

١٩ لړم ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د کورنيو چارو وزارت وايي، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ لري او په دې تړاو د سيګار خپور شوی راپور غير عادلانه دی. د افغانستان پر بيا رغونې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې څارونکې ادارې په يو راپورکې ويلي، افغان حکومت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره کومه سياسي اراده نه لري او له همدې کبله په افغانستان کې لوی لوی قاچاقبران نه نيسي. خو د مخدره توکو پر وړاندې د کورنيو چارو وزارت معين محمد هاشم اورتاق د همدې راپور په غبرګون کې کليد ته وويل، دا راپور غير عادلانه دی او افغان حکومت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره ټینګه اراده لري. په همدې حال کې د بشري حقونو سازمان ژوره اندېښنه څرګندوي، چې ګواکې په افغانستان کې د مخدره توکو ګرم بازار د جګړې دوام او بېلابېلو جنايتونو لپاره زمينه برابروي. د همدې سازمان مشر لعل ګل لعل کليد ته وويل، په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغان حکومت په کچه سياسي اراده نشته. په افغانستان کې د مخدره توکو کر او کښت او پر وړاندې يې د حکومت کمزوري دريځ، په نړيواله کچه داسې انځورونه وړاندې کړې دي، چې ګواکې افغانستان د مخدره توکو د توليد يو مرکز دی او له دې پرته هېڅ ډول عايداتي سرچينه نه لري. The post افغان حکومت وايي، دسيګار راپور غير عادلانه دی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/11/10/افغان-حکومت-وايي،-دسيګار-راپور-غير-عاد/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading