بازتاب نیوز

ماليې وزارت: ۵۰ زره شرکتونو خپل سوداګریز جوازونه نه دي تصفیه کړي

١٩ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

د مالیې وزارت چارواکيو نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې په ګمرکونو کې د عوایدو د راټولولو له زیاتوالي نه خبر ورکوي.

د دې وزارت د چارواکيو په خبره، د هېواد په ګمرکونو کې د عوایدو راټولولو لپاره د ۱۸۸ میلیارده افغانیو ټاکل شوي هدف نه ۱۶۵ میلیارده افغانۍ راټولې شوي دي او دا شمېر د ۱۳۹۷کال په پرتله ۱۱سلنه زیاتوالی ښيي.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییسه امنه احمدي وایي، تر اوسه ۵۰ زره شرکتونو سوداګریز جوازونه اخیستي؛ خو دې شرکتونو تر اوسه خپل سوداګریز جوازونه تصفیه کړي نه دي.

د ياد وزارت د عوایدو او ګمرکونو عمومي معین ولید تمیم په دې غونډه کې وویل، د ولسمشرۍ ریاست ټاکنو پایلو په اړه ابهامونو د سوداګرو په چارو بدې اغېزې کړې دي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت د هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو په ګمرکونو کې مالیه ورکوونکيو ته د مالیاتو د تصفیې او ورکړې لپاره د الکټرونیکي سیستم د رامنځته کولو  خبر ورکوي، چې د دې چارواکيو په خبره، له دې سیسټم نه په ګټې اخیستو په ګمرکونو کې د فساد کچه راټيټېدلای شي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51148

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading