بازتاب نیوز

اندرابي: ننګرهار کې داعش ماتې خوړلې

١٩ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، داعش ډله ننګرهار ولایت کې له ماتې وروسته ورو، ورو نورو ولایتونو کې د سر پورته کولو هڅه کوي؛ خو دوی یې د ځپلو لپاره لازم تدابیر لري.

نوموړی وايي، د دغې ډلې په ماتولو کې له افغان ځواکونو سره ولسونو هم اغېزمن رول لوبولی دی.

د کورنیو چارو وزیر وايي، د دغې ډلې ډېره تکيه پر ننګرهار وه، چې دلته يې هم ماتې وخوړه، رهبري يې له منځه لاړه او اوس يو شمېر نورو ولايتونو ته تللي چې د ګډو ځواکونو له لوري به هلته هم وځپل شي.

د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې د ننګرهار د نوي امنیه قومندان اېمل نیازي د پېژندنې مراسمو کې وکړې.

اندرابي دغه راز د وسله‌والو طالبانو تر منځ درزونو پیداکېدو ته هم په اشارې وویل، یاده ډله کې اختلافونه د دې لامل شوي، چې ډېری وسله‌وال د سولې له پروسې سره یوځای کېږي.

نوموړي د طالبانو د الفتح په نوم پيل شويو عملياتو په اړه وويل، چې په ياده ډله کې د خپلمنځي اختلافونو او د افغان ځواکونو د قربانيو په پايله کې دغه عمليات له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

د کورنيو چارو وزير دا هم وويل، د پوليسو د چارو د ښه والي او د دوی د منظم کولو لپاره يې د پنځه کلن پلان په جوړولو کار پيل کړی چې د پوليسو تشکيلاتو، د دوی  ظرفيت لوړونې، تقدير، تبديلیو، ارتقا، امکاناتو او مجازات په کې په پام کې نیول کېږي.

اندرابي وايي، تر دې وروسته لکه د ننګرهار په څېر په نورو ولايتونو کې هم د امنيتي ساحو د پراختيا لپاره له ولسي ملاتړه کار اخلي او سيمې تر نيولو وروسته د ولسي پاڅونوالو پر مټ ساتل کېږي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او دغه ولایت ته نوي ټاکل شوي امنیې قومندان اېمل نیازي هم خپلو خبرو کې د یاد ولایت لپاره د یوه منظم امنیتي پلان د جوړولو ډاډ ورکړ او دلته یې د هدفي وژنو او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره د ګډې همکارۍ خبرداری ورکړ.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51147

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading