بازتاب نیوز

بدخشان کې ۶ زره ټنه چهارمغز؛ حاصلات ۳ برابره ډېر شوي

١٩ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

د بدخشان د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت د چهار مغزو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله درې برابره زیات شوي دي.

د دوی په وينا، په تېرو کلونو کې د چهارمغزو د تولید کچه تر ۲ زره ټنه رسېده؛ خو سږ کال دا شمېر ۶ زره ټنو ته رسېږي.

د بدخشان ولايت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر نصیراحمد احمدي سلام وطندار ته وویل، په تېرو کلونو کې د حکومت له لوري د چهارمغزو د ونو د روزنې لپاره د بڼوالو ملاتړ او هڅونه او د محیطي شرایطو برابرښت د دې لامل شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د چهارمغزو حاصلات درې برابره زیاتوالی ومومي.

د ياد ولايت بڼوال وايي، سره له دې چې د چهارمغزو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی لري؛ خو دا چې په سیمه‌يیزو بازارونو کې یې بیه ټېټه ده؛ نو بڼوالو ته چندان ګټه نه لري او ډېره ګټه یې بیا له بدخشان بهر سوداګر تر لاسه کوي.

د کرنې د برخې کارپوه مشعل وايي، چهارمغز په بدخشان کې باارزښته اقتصادي تولید دی چې د دې مېوې تولید، پروسس، بسته بندۍ او بازارموندنې چارو ته د حکومت د پاملرنې په صورت کې کېدای شي د سیمه‌يیزې اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وکړي.

بدخشان له هغو ولایتونو نه دی چې د چهارمغز یا غوزانو ډېرې ونې لري. همدا اوس د بدخشان په بازارونو کې د۷ کیلو چارمغزو بیه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې رسېږي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51144

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading