بازتاب نیوز

جوزجان کې د «دوستي افغان – ترک» روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی

١٩ لړم ١٣٩٨ سلام وطندار

د جوزجان ولايت د شبرغان ښار د «دوستي افغان – ترک»  د روغتون لسګونه ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی او وايي، تر هغه چې د دې روغتون رييس قاسم پارسا د ياد روغتون له رياسته استفعا ور نه کړي د دوی کاري اعتصاب به دوام کوي.

د دوی په وينا، د ياد روغتون رييس د نويو قانونو په وضع کولو او ناقانونه اخاذيو ډېرې ستونزې پيدا کړي چې له کبله يې د دې روغتون ډاکټران داسې يوه عمل ته اړ کړل.

ياد شمېر ډاکتران خبرداری ورکوي، که غوښتنو ته يې رسيده‌ګي ونه شي خپل اعتراض به تر مرکزه ورسوي.

د فارياب ولايت يو شمېر اوسېدونکي چې د شبرغان ښار ياد روغتون ته يې درملنې لپاره ناروغان وروستي وايي، په دې روغتون کې تر هغه چې داکټرانو ته پيسې ور نه‌کړي د ناروغ درملنه نه کوي.

د دوی په وينا، د دې روغتون ډاکټران له هر ناروغه د کتنې لپاره ۲۵۰ افغانۍ، هر لادت لپاره ۵۰۰ نه تر ۱۵۰۰ افغانيو پورې اخلي، پرته له دې حتا د ناروغ لومړنۍ درملنه هم نه کوي.

د ناروغانو په استازولۍ محمد جان وايي، ياد روغتون ته په ننوتلو سره درنه پيسې اخلي.

خو د جوزجان ولايت د شبرغان ښار د «دوستي افغان – ترک» د روغتون رييس قاسم پارسا د ځان په اړه دا ادعاوې ردوي او وايي، دغو ډاکټرانو شخصي سوداګرۍ لپاره کاري اعتصاب کړی تر څو وکولای شي په داسې اعتراضونو خپلو معاينه خونو کې شخصي فعاليتونو لپاره لار هواره کړي.

پارسا زياتوي، هغه پيسې چې له خلکو ټولېږي د قانون مطابق دي او د دې روغتون په بيا رغوونه کې ورنه کار اخيستل کېږي او په دې اړه اسناد هم لري.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=51151

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading